ایرنا خبري اژانس د ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې دغه هیواد هره ورځ په اوسط ډول ۱۸۰۰ تنه «ناقانونه افغانان» د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستنوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، چې له دې لارې د ایران په ۱۱ ولايتونو کې ناقانونه پېژندل شوي افغانان اخراجیږي او پر اسلام کلا افغانستان ته اړول کېږي.
د ایران د تايباد ولسوال حسين جمشيدي د دوشنبې په ورځ د دوغارون له لارې د افغانانو د ستنېدو بهير د ليدنې پر مهال ايرنا خبري اژانس ته وويل چې دغه شمېر افغان وګړي يا خپله ځانونه معرفي کوي، يا په ټول هېواد کې پېژندل شوي او يا د يو ګډ پلان په چوکاټ کې بېرته خپل وطن ته استول کېږي.
د ایران د تايباد ولسوال وويل چې دوغارون پوله د افغانانو د ستنولو اصلي دروازه ده او د هغوی د اسانه وتلو لپاره ټولې اړينې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
جمهورخبري آژانس