۰

جوزجان؛ په ۳ ولسوالیو کې د ۱۲ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې

سی شنبه ۹ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۵۶
په جوزجان ولایت کې د اکتید دفتر مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز او ۳ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې دي.
جوزجان؛ په ۳ ولسوالیو کې د ۱۲ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې
په جوزجان ولایت کې د اکتید دفتر مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز او ۳ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد دفتر ولایتي مسوول قاري امان الله امین رسنیو ته ویلي، چې د یادو پروژو چارې د اکتید دفتر په مالي ملاتړ  پیل شوې، چې په کې د ۴۰ زره لېټره زېرمې جوړول، کورپه کور د اوبو رسولو شبکې جوړول، د میترنصبول ، د ژورې څاه کیندل، د ۱۴۷ متره په اوږدوالي د کانالونو د محافظتي دېوالونو جوړول، پر۷۹۴۵ متره سړک کریړاچول، د ۷ پلچکونو رغول، د روغتیايي کلینیک د پاتې برخې رغول، د حوض بیا رغول، د بابه دهقان کلي د برېښنا شبکې غځول، د ۴ ښوونځيو د ودانیو جوړول او بیا رغول شامل دي چې ۶ پروژې یې د شبرغان ښار په کلیو او ۶ نورې یې د یاد ولایت په آقچې، خانقا او خواجه دوکوه ولسوالیو کې پلې کېږي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي