د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي چې د روان زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې څه باندې یو میلیون او ۵۲۷ زره پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو او شیدې ورکونکو میندو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړې دي.
دغه اداره زیاتوي چې په همدې موده کې یې پر خوارځواکۍ اخته څه باندې ۲۴۶ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د درملنې ځانګړو پروګرامونو ته ورپېژندلي دي.
یونیسف بیا پخپل یوه راپور کې وايي: «په دې موده کې ۱،۵۲۷،۴۵۶ کسانو د تغذیې له حیاتي خدماتو ګټه پورته کړې چې ۵۵۴،۷۸۳ نجونې، ۴۶۷،۰۲۵ هلکان او ۵۰۵،۶۴۸ امیندواره او شیدې ورکونکې ښځې پکې شاملې وې.
۲۴۶،۶۸۸ له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او د منځنۍ کچې حاد خوارځواکۍ سره مخ دي (۱۳۳،۹۳۷ نجونې او ۱۱۲،۷۵۱ هلکان) د هدفمند اضافي تغذیې پروګرام ته ورپېژندل شوي، چې د کلنۍ موخې ۱۴٪ جوړوي. پر دې سربېره، ۱۹۹،۸۸۴ امیندواره او شیدې ورکوونکو ښځو هم د دغه پروګرام له لارې خدمتونه ترلاسه کړي، چې د کلنۍ موخې ۲۵٪ جوړوي.»
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی و چې په ۲۰۲۵ زې کال پورې به په افغانستان کې درې نیم میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ شي.
د خوړو د نړۍوال پروګرام د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال په هېواد کې ۱.۲ میلیون امیندواره او شیدې ورکونکې ښځې له خوارځواکۍ کړېږي او بېړنۍ درملنې او خوراکي ملاتړ ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس